Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې اندېښنه: افغانستان کې شااوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

0
د بې‌پولې خبریالانو ټولنه په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو روان حالت د اندېښنې وړ ښيي.


دغه ټولنه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شااوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او له ۸۰ سلنې زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا یې هېواد پرېښی او یا هم بې‌کاره شوي دي.


د سوېلي اسیا لپاره د دې ټولنې مشر رضا معیني له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې روان حالت د اندېښنې وړ وښود.


دی وایي، د یوې تازه سروې له مخې چې د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ترسره کړې په افغانستان کې روان حالت د خبریالانو او رسنیو لپاره خطرناکه دی او باید ژر تر ژره‌یې د کابو کېدو لپاره ګام پورته شي.




ښاغلی معيني زياتوي: "موږ په دې سروې او راپور کې دا موندلې چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او یا یې هم خپل فعالیتونه درولي دي او زیات شمېر رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو چې مېرمنې هم په‌کې دي خپلې دندې له لاسه ورکړي او بې‌کاره شوي دي."


د بې‌پولې خبریالانو ټولنې له‌خوا د خپرې شوې سروې له مخې په هرو ۱۰ رسنیزو بنسټونو کې څه باندې څلور هغه‌یې تړل شوي او ۶۰ په سلو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې‌کاره شوي دي.


په سروې کې ویل شوي، د طالبانو په راتګ سره د رسنیو ۸۴ فیصده ښځینه کارکوونکو خپلې دندې پرېښي چې ورسره رسنیزه فضا تر ډېره د ښځو له ونډې تشه شوې ده.


د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي، د تېر اوړي پر مهال افغانستان کې ۵۴۳ رسنیز بنسټونه فعال و چې اوس‌یې یوازې ۳۱۲ فعالیت کوي.




دا سروې د دوشنبې په ورځ د بې‌پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې له‌خوا خپره شوه.


طالبان د روان زېږدیز کال د اګسټ په ۱۵مه په ټول افغانستان واکمن شول.


یو شمېر افغان خبریالان هم د خپل کار په وړاندې د بېلابېلو ستونزو یادونه کوي.


دغه خبریالان چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نومونه‌یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "د خبریالانو په وړاندې خنډونه له پخوا ډېر شوي دي، زه به تاسو ته خپل مثال درکړم چې د یو خبر د خپرېدو وروسته څو ځلې له نامعلومو ادرسونو زنګونه راغلي چې دغه خبر باید داسې نه داسې خپور شي."




"د اسلامي امارات په واکمنۍ سره د رسنیو فعالیتونه ډېری په ټپه ولاړ دي او خبریالان نه‌شي کولای چې اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی ولري، په دې اړه موږ اندېښمن یو، هغه ډول چې موږ پخوا اطلاعاتو ته لاسرسی درلود اوس‌یې هغه ډول نه‌لرو."


دغو ټولو اندېښنو ته په ځواب کې بیا د طالبانو د حکومت د ویاند مرسیتال بلال کريمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې دوی د هېڅ رسنۍ او خبریال د اطلاع‌رسونې مخ نه‌ده نیولې او ازاد دي.


ښاغلی کريمي وايي: "دغه راپورونه او ادعاوې چې شوي موږ نه‌تأییدو او ردو یې، اسلامي امارت د رسنیو فعالیت او کار نه حمایت کوي، موږ د اسلامي اصولو له مخې د رسنیو له ټولو فعالیت نه ملاتړ کوو، اسلامي امارت هېڅ یوې رسنۍ، ټولنې او خبریال ته د کار د پرېښودلو ګواښ نه‌دی کړی."




دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د ليندۍ په ۱۰مه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ډېرو ازادو رسنیو خپل فعالیت درولی او له امله‌یې په ټوله کې له ۷۰ سلنه زیات خبریالان بې‌کاره شوي دي.


دغه ټولنې ویلي و چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځینه خبریالانو ته جدي زیانونه واوښتل او په دې موده کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې.


د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مسؤلینو هم په دې وروستیو ورځو کې ازادي راډیو ته ویلي چې په تېرو څلور میاشتو کې د بېلابېلو لاملونو له وجې له ۲،۰۰۰ زیاتې خبریالانې او د رسنیو ښځینه کارکوونکې بې‌دندو شوې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net