ملګري ملتونه: پاکستان کې افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کېږي
د 'UNHCR' د پاکستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې د پنجاب ایالت د ګجرات په یوه مرکز کې افغان ماشومانو ته د واکسین ورکولو د بهیر عکس خپور کړی دی.
د دې ادارې په وینا، په پام کې د پاکستان په ۱۵۶ ولسوالیو کې تر ۴۰ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا پهکې پاتې دی.
