Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

واشنګټن پوسټ: له پاکستانه وسله‌وال او طالب پلوي د طالب حکومت پیاوړتیا ته ورغلي

0
واشنګټن پوسټ په یو راپو کې ویلي، تېرو ۴ میاشتو کې زرګونه وسله‌وال او د طالبانو پلویان، د د دوی د مشرانو په بلنه له پاکستانه، افغانستان ته تللي، څو هلته د دوی اوسنی حکومت لا پیاوړی کړي.


واشنګټن پوسټ وايي، دا راپور یې په افغانستان او پاکستان کې له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو طالب چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.


په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او په مدرسو کې په زده‌کړو بوختو زده‌کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د طالب چارواکو له قوله، په افغانستان کې د طالب وسله‌والو شمېر ۷۵ زره تنه ښيي، خو زیاتوي، وروستیو کې له پاکستانه، افغانستان ته د اوښتو طالب پلوو شمېر د ۵ زرو او ۱۰ زرو ترمنځ دی.


د واشنګټن پوسټ په وینا افغانستان ته په تللو کسانو کې پاکستاني وسله‌وال هم شته.


واشنګټن پوسټ د یوه پاکستاني وسله‌وال له قوله چې وايي، افغانستان ته د طالب پلوو د استولو مسوول دی لیکلي: "دوی ته وړاندیز شوی که غواړي افغانستان ته کډه وکړي، هلته به دوی ته دایمي اقامت او د استوګنې لپاره ځای ورکړل شي."


خو د طالبانو حکومت بیا دا راپور ردوي.


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، په خپلو لیکو کې د هېڅ بهرني هېواد وګړي ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.


دی وايي: "زموږ هېواد کې هېڅ داسې بهرنی وګړی نه‌شته چې هغه دې دلته فعالیت ولري یا دې د فعالیت اجازه ورکړل شي، څو د ګاونډي هېوادونو او یا هم نړۍ لپاره ګواښ رامنځ‌ته کړي. په دې اړه چې هر ډول راپورونه خپرېږي، موږ یې په کلکه ردوو. "




خو ښاغلي کریمي، د دوی له واکمنۍ وروسته، له پاکستاني مدرسو د دې د حکومت د ملاتړ لپاره  افغانستان ته د راغلیو افغانانو د ادعا په اړه څه و نه ویل.


خو واشنګټن پوسټ د قدرت‌الله په نوم د یوه زده‌کوونکي له قوله چې پاکستاني مدرسه کې یې زده‌کړه کړې لیکلي، سږ کال ډېر زده‌کوونکي مخکې له دې چې دستار بندي وکړي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، افغانستان ته تللي دي.


د ده په خبره، سږکال ملایانو هم د خپلو مدرسو طالبانو ته رخصت ورکړ چې خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي.


د مخکني جمهوري حکومت لوړ پوړو چارواکو پاکستان په دې تورن کړي وو چې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته یې خوندي ځایونه ورکړي دي، خو پاکستان او طالبانو دا تور رد کړی و.


له واکه لېرې کړل شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د جولای په ۱۶مه، د مرکزي او سویلي اسیا نړیوال کنفرانس کې د خبرو پرمهال چې په تاشکند کې جوړ شوی و ویلي و، وروستیو کې نږدې ۱۰ زره وسله‌وال له پاکستانه، افغانستان ته اوښتي دي او طالبانو سره یو ځای، د افغان حکومت پرضد جنګېږي.


د چارو شنونکي له پاکستانه افغانستان ته د اوښتو وسله‌والو په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، دا کار په افغانستان کې د جګړې د پراخېدو لامل ګرځي.


شنونکي عزیز معارج ازادي راډیو ته وویل: "لومړی د دوی هویت څرګند نه دی چې دوی څوک دي، چا رالېږلي، ایا واقعاً طالبان او افغانان دي، که دا استخباراتي لوبې دي او یا پردي کسان دي چې رالېږل کېږي، په دې نوم چې طالبانو سره مرسته وکړي. شاید د ملایانو او روحانینو په نوم را لېږل کېږي او تر شاه یې نورې لوبې وي."


له پاکستانه، افغانستان ته د اوښتو طالب پلوو په اړه دا راپور داسې مهال خپرېږي چې ډېری افغانان د پاکستان په اړه د طالبانو د حکومت په دریځ تل نیوکه کوي.


وروستیو کې پاکستان ته د طالب چارواکو سفرونو هم سخت انتقادونه راپورته کړي.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني له شلو زیاتې ورځې کېږي چې پاکستان کې دی.


پر ده پر ټولنیزو رسنیو هغه مهال نیوکو زور واخیست چې د حقاني مدرسې ته تګ او د سمیع‌الحق له زوی سره یې د لیدنې ویدیو په خواله رسنیو خپره شوه.


نیوکه دا ده چې د طالبانو حکومت لومړیتوبونه له پامه غورځولي او د دې پرځای چې د خلکو ژوند، اقتصادي پرمختیا، د زده‌کړو او تحصیلي سیسټم پیل ته پام وکړي، پر حاشیوي کارونو بوخت دي.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی حقاني د خپلې درملنې لپاره پاکستان کې پاتې دی.


نوموړي د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ورستۍ، لیدنې کتنې هم غیرې رسمي او شخصي بولي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net