ملي ارمان: امریکا هم په وتو ده، نو طالبان ولې او د څه لپاره جګړه کوي؟
کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ملکي کسانو پر وژل کېدو او وروستيو ولسي پاڅونونو ته په اشارې سره شننې او سر مقالې خپرې کړي دي.
انیس
انيس ورځپاڼې سکوت بايد مات شي تر سرليک لاندې سر مقاله خپره کړې.
د سرمقالې ليکوال ليکلي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اعلان سره طالبانو خپلې حملې د افغانستان په ډېری ولايتونو کې پراخې کړي دي او يو شمېر زياتې ولسوالۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې چې دغې چارې خلک ډېر اندېښمن کړي دي.
د سرمقالې لیکوال ليکلي چې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي زياتېدو له يو خوا، له بل اړخه د دې تاوتريخوالي پر وړاندې د نړېوالې ټولنې چوپه خوله پاتې کېدل بله جدي اندېښنه ده.
په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي، په داسې حال کې چې ولسي پاڅونونه د دې تاوتريخوالي پر وړاندې د تاريخ يوه بله پاڼه اړوي، خو د حکومت له کنټروله بهر د دې پاڅونونو زیاتېدل د وخت په تیریدو سره اندېښنې ډېره وي.
ليکوال په پای کې وړانديز کړی چې د دې پاڅونونو د کنټرول لپاره بايد حکومت لاس په کار شي، څو په راتلونکي کې ناورين رامنځته نه شي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې هم په افغانستان کې د روانو جګړو په اړه لیکلي دي.
د سرمقالې لیکونکی لیکي، داسې مهال چې افغانان سوله غواړي، امریکا هم په وتلو ده، نو طالبان ولې او د څه لپاره جګړه کوي؟ ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، ولس د دې پوښتنې ځواب غواړي.
په سرمقاله کې وړاندې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول ته په اشاره سره لیکل شوي چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې د هڅو خبره کوي، خو له بله اړخه له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کې د دې هېواد هغه وګړي وژل کېږي چې طالبانو سره ملګري دي.
ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان ځکه له افغانستان سره ريښتنې همکاري نه کوي چې د دې هېواد د ګټو خطر په کې نغښتی دی.
په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې د سولې په تړوا هر هېواد شعار ورکوي، خو په عمل کې پرته له افغان وژنې بل هېڅ هم نشته او هر ورځ ملکي کسان په دې جګړه کې وژل کېږي.
د سرمقالې په پای کې لیکوال لیکلي چې د افغان جمهور رئيس سفر امريکا ته هيله بښونکی دی او هيله مندي شته چې روانو ناخوالو ته يوه د حل لاره پيدا شي.
اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې د سولې نامعلوم برخليک ته په اشاره سره ليکلي چې له يوې خوا په قطر کې د مرکچي پلاوو شتون له بل اړخه د جګړې شدت د افغان ټولنې هر وګړی د سولې راتلونکي ته نا هيلی کړی.
د سر مقالې ليکوال ليکي چې په اوسنيو شرايطو کې دواړه خواوو د سولې پرځای جګړې ته لومړيتوب ورکړی او سوله چې د ټولې سيمې په کې خير دی له اجنډا غورځول شوې.
په سرمقاله کې وړانديز شوی چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دې ټول اړخونه او نړيواله ټولنه يوه د حل لاره راوباسي، څو افغان وژنه نوره ودرول شي.