روغتیا وزارت: افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغان مخ په زیاتیدو دي
![روغتیا وزارت: افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغان مخ په زیاتیدو دي](https://gdb.rferl.org/a5f2be74-4767-422c-9d3f-a13058059b49_w800_h450.jpg)
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو شمېر او د دې ناروغۍ له کبله مړینې په زیاتېدو دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې ارقامو کې له یوې اوونۍ راهیسې ډېر زیاتوالی راغلی: "له بده مرغه له یوې اوونۍ راهیسې زموږ ارقام په ملي کچه د زیاتېدو په حال کې دي. د تلفاتو شمېر هره ورځ د اتیا او سلو کسانو ترمنځ دی."
خو ښاغلي نظري په عین حال کې یادونه وکړه چې د کورونا د ناروغانو لپاره د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې اوس په کونړ او لغمان ولایتونو کې د اکسیجن د تولید فابرېکې فعالې شوې دي او هره ورځ له ازبیکستان، تاجکستان او ایران څخه د اکسیجن بالونونه هېواد ته واردېږي.