د نورستان والي: برګیمټال کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي
![د نورستان والي: برګیمټال کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/6B9357FD-A441-48A0-B320-628EFFC9B518_w800_h450.jpg)
د نورستان والي وايي، په برګیمټال ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون ځینې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، دغه برید تېره شپه شوی دی: "د شپې افغان ځواکونو په بدینشاه کې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه برید کړی، قرارګاه یې له منځه وړې او په کې يې د دوو قوماندانانو په ګډون یو شمېر وسله وال وژلي او ګڼې وسلې يې هم ترې ترلاسه کړي دي."
چارواکي وايي، د طالبانو دغه دوه وژل شوي قوماندانان قدرت الله او داوطلب نومېږي.
وسلوالو طالبانو د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي.