سپینه ماڼۍ: افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو حملې نه دي زیاتې شوي
سپینه ماڼۍ وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی، خو په دې هېواد کې پر مېشتو امریکایي ځواکونو حملې نه دي زیاتې شوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون چهارشنبه(د چنګاښ ۲مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، پر افغان ځواکونو او افغان حکومت د تېر کال په نسبت حملې زیاتې شوي، خو نه یې دي لیدلي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې دې پر امریکایي پوځیانو او نورو امریکایي اهدافو حملې زیاتې شوې وي.
په هغه تړون کې چې تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ د طالبانو او امریکا ترمنځ شوی، طالبانو ژمنه کړې چې پر امریکایي ځواکونو او د دې هېواد پر نورو ګټو به حملې نه کوي. خو کله چې د شوې تړون له مخې له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له ټاکلې نېټې یعنې د مې له لومړۍ نېټې د سېپټمبر ۱۱مې ته وځنډول شو، طالبانو ګواښ کړی و چې پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د حملو د نه کولو ضمانت نه شي کولای.