سېف دې چلډرن: د جګړې ښکېلې غاړې دې بشري حقونو ته درناوی وکړي
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ژغورنې ادارې په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او پرې نه ږدي چې ماشومانو او ښوونځیو ته زیان واوړي.
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ژغورنې ادارې 'سېف دې چلډرن' پرون وروسته ترې دا غوښتنه په یوه بیان کې وکړه چې په ننګرهار کې د هاوان یوه مرمۍ وچاودېده او شپږ ماشومان یې ټپیان کړل.
'سېف دې چلډرن' تېره میاشت د کندهار په یوې ولسوالۍ کې ۲۵ وران ښوونځي وموندل چې له امله یې نژدې ۲۸ زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي او په فاریاب کې هغه ښوونځی هم د سې شنبې په ورځ په مرمیو ولګېد چې دې موسسې مرسته ورسره کوله.
'سېف دې چلډرن' په خپل بیان کې ویلي دي چې ټولې ډلې باید د ماشومانو او ښوونځيو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او له ماشومانو سره نه احتیاط د راتلونکې هیلې او بشري نسل بربادول دي.