د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو وغږیږي
![د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو وغږیږي](https://gdb.rferl.org/078d6ad1-333a-47dd-abd6-467946cbcaf7_w800_h450.jpg)
د اروپایي ټولنې مشران به په هغه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) یې پیلوي، له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوې ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه چې د ښوونځي په درسي نصاب کې په دې اړه له موادو څخه پر استفادې بندیز لګوي، خبرې وکړې.
د اروپايي ټولنې مشران به پر دې مسالې چې ایا د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یوه غونډه را وبولي او که نه، هم خبرې وکړي.
دغه وړاندیز د فرانسې او جرمنې استازیو په وروستۍ شېبه کې دغې سرمشریزې ته د یوې احمتالي حل لارې په توګه وړاندې کړ چې که دا غونډه وکولای شي له روسیې سره د دې ټولنې اړیکې چې د لا خرابېدو پر خوا روانې دې، ورغوي.
خو یو شمېر اروپایي ډیپلوماتانو ویلي چې تر هر ډول یوې غونډې مخکې باید په اړیکو کې پرمختګ شوی وي او د دې ټولنې په تېره بیا د ختیځې اروپا یو شمېر غړي بیا له کرملین سره خبرو ته اندېښنه لري.