امریکایي پلاوی ترکيې سره د حامدکرزي هوایي ډګر پر امنیت غږیږي
![امریکایي پلاوی ترکيې سره د حامدکرزي هوایي ډګر پر امنیت غږیږي](https://gdb.rferl.org/0D9D6DFD-BE7A-4A1C-B0CD-E756213B3E39_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
ترکي رسنۍ خبر ورکوي چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) به یو امریکایي پلاوی ترکیې ته ورشي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر دې خبرې وکړي چې ترکي ځواکونه د حامد کرزي د هوایي ډګر د سمبالېدو لپاره پاتې شي.
ترکیې وړاندیز کړی دی چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوایي ډګر چارې سمبالوي او امنیت به یې ساتي.
د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) وویل چې هېواد به یې افغانستان ته نور سرتېري په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر د ساتنې لپاره ونه لېږي.
ترکیه په افغانستان کې شااوخوا پنځه سوه سرتیري لري چې په جګړو کې برخه نه اخلي.