قطر: ۳ برخو کې افغانستان سره همکاریو ته ژمن و
![قطر: ۳ برخو کې افغانستان سره همکاریو ته ژمن و](https://gdb.rferl.org/571576fd-648a-4d85-a7ec-fc1a0256b91e_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېواد یې په سیاسي، اقتصادي او تجارتي برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او د دې هدفونو لپاره د سولې د خبرو بریالیتوب مهم دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني دا خبرې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې د سولې د خبرو هدف دا دی چې د افغانستان حکومت او طالبان اوربند وکړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه یوې اجماع ته سره ورسېږي، خو د نژدې نهه میاشتو په ترڅ کې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.