د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر: عثمان کاکر قصدي وژل شوی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تور پورې کړ چې د ده د ګوند ایالتي مشر عثمان کاکړ قصدي وژل شوی دی.
ښاغلي اڅکزي دا خبره پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د بلوچستان په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د جنازې د مراسمو پرمهال وکړه: "عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ. د ناجوړۍ په دوران کې له ده سره ظلم شوی دی، جبر شوی دی ځکه دې قوم اعلان کړی دی چې زموږ د شهیدانو په لاره کې یو بل غمی وپییل شو."
ښاغلي اڅکزي د پاکستان استخباراتي ادارې تورنې کړې چې د عثمان کاکړ په وژلو کې لاس لري او زیاته یې کړه چې کاکړ په مشرانو جرګه کې دا خبره کړې وه چې ده ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د پښتنو د حقونو د دفاع له خبرو لاس واخلي.
عثمان کاکړ تېره اوونۍ په خپل کور کې بې سده شو، بیا روغتون ته انتقال شو او د دوشنبې په ورځ د شپیتو کلونو په عمر وفات شو.
ډاکټرانو څرګنده کړې ده چې د عثمان کاکړ د سر چپې خوا ضربه لیدلې وه.
د بلوچستان د حکومت ویاند میرضیا لانګو ویلي دي، عثمان کاکړ په طبیعي ډول وفات شوی دی.