د یوه افغان وګړي د وژنې په قضیه کې ۴ چکي سرتیري تورن ګڼل شوي
څلور چکي سرتیري د یوه افغان وګړي د وژنې په قضیه کې تورن ګڼل شوي دي. چکي رسنیو پرون د رسپېکټ مجلې په حواله په دې اړه راپورونه خپاره کړي.
د راپورونو له مخې د وحیدالله په نوم دغه افغان د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د توماش پروخازکا په نوم یو چکی سرتیری په هلمند کې وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.
د رسپېکټ مجلې لیکلي چې تر برید وروسته وحیدالله ځان تسلیم کړ او د امریکایي، چکي او افغان پوځیانو له خوا په تحقیقاتو کې سخت ووهل شو چې لږ وروسته یې په روغتون کې یې ساه ورکړه.
دوه چکي سرتیري په تاوتریخجنو ګواښونو او بې اطاعتۍ تورن شوي او دوه نور هم له دندې په سرغړونې باندې.
د چک د برنو ښار یوه څارنوال هاینک اولما فرانس پرېس ته ویلي چې دا جنایي قضیه څېړي.
د چک جمهوریت پوځیان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته تللي وو