روسیه کې د امریکا سفیر سولیوان روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي
ټاکل شوې چې په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیوان په روانه اوونۍ کې بېرته مسکو ته ستون شي.
سولیوان نژدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له مسکو څخه ووت چې د متحدو ایالاتونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ زیات شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرانیس پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، سولیوان ځکه مسکو ته ستنېږي چې امریکا غواړي د روسیې له حکومت سره د تماس چینلونه پرانیستي وساتي، څو هم د امریکا ګټې خوندي شي او هم له روسیې سره په اړیکو کې کړکېچ ګواښ راکم شي.
له دې مخکې په متحدوایالاتونو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف هم د جون په شلمه نېټه واشنګټن ته ستون شوی و.