امریکا په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر او د ولسمشر په توګه د ابراهیم رييسي پر غوره کېدو انتقاد وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له لوري یې د ابراهیم رييسي د بري خبر لیدلی دی، خو ایرانیان په یوه ازاده او عادلانه انتخاباتي پروسه کې د خپل مشر د غوراوي له حقه بې برخې شول.
د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې انتخاباتو کې ابراهیم رييسي څه باندې ۱۷ میلیونه او ۹۲۶ زره رایې ترلاسه کړي دي.