د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا له امله مړ شو
![د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا له امله مړ شو](https://gdb.rferl.org/d54fae56-31e1-4850-bba8-3a91f8439f23_w800_h450.jpg)
د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار مړینه تایید کړه.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ د مقري د مړینې اوازې خپرې شوې وې، خو وروسته د ده زوی او خپلوانو رد کړې.
مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.
مقری په کورونا ویروس اخته و.
په وروستیو کې د کرونا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.