دایکنډي کې د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي
په دایکنډي کې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز د دایکنډي په خدیر ولسوالۍ کې جوړیږي: "دغه مرکز د لبنیاتو د پروسس د زیاتوالي په هدف جوړیږي چې د افغان حکومت له بودجې به نږدې شپږ میلیونه افغانۍ پرې ولګول شي."
نوموړي وویل چې د لبنیاتو د پروسس په یاد مرکز له ۵ میلیونو افغانيو ډېر لګښت راځي چې په درېیو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخېستنې ته چمتو شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، افغانستان کې د لبنیاتو د پروسس لپاره خورا ښه طرفیت لري او دایکنډي له هغو ولایتونو یادوي چې ډېری وګړي یې له دې لارې کورنی اقتصاد پرمخ بیایي.
ښاغلی رستمي وایي، دوی په راتلونکي کې پلان لري چې د لبنیاتو د پروسس ورته نور مرکزونه په نورو ولایتونو کې هم پرانیزي.