سرچینه: وسله والو جلال اباد کې یوه ښځینه پولیسه وژلې
![سرچینه: وسله والو جلال اباد کې یوه ښځینه پولیسه وژلې](https://gdb.rferl.org/4D91D34D-4795-4087-833B-714CF0D62732_w800_h450.jpg)
په ننګرهار کې یوه سرچینه وايي، په مرکز جلال اباد کې وسله والو نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژله.
د ننګرهار امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په دې اړه نور جزییات نه ورکوي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیسه د سرحدي لوا وه.
د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
څو میاشتې مخکې هم د جلال اباد په درېیمه ناحیه کې د بصیرې په نوم یوه ښځینه پولیسه د وسله والو په حمله کې وژل شوې وه.