الکسي ناوالنۍ: ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نهشي درولی
![الکسي ناوالنۍ: ولادیمیر پوتین](https://gdb.rferl.org/1ea7fe8a-b441-4ab4-8ecf-8673c9e39688_w800_h450.jpg)
د مسکو رژیم مخالف زنداني الکسي ناوالنۍ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "داسې دروغجن دی چې خپل دروغ نهشي درولی".
ناوالنۍ پرون پر خپل انسټاګرام ولیکل چې پوتین باید د رواني ستونزو درملنه وکړي، هغه ستونزه چې د ده په ټکو په واک کې د اوږدې مودې له کبله ورته پيدا شوې ده.
نوموړی دا تور داسې مهال لګوي چې پوتین د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، ناوالنۍ تېره اګسټ میاشت کې د محکمې لهخوا پر هغه لګول شوي الزامات له پامه غورځولي دي.
ناوالنۍ پرون د روسیې له خلکو وغوښتل چې د سپټمبر میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي چې حاکم ګوند د رأی ورکونې په ځیرک سیستم سره چې د دوی پلویانو جوړ کړی، له واکه لیرې کړي.