پکتیکا چارواکي: د طالبانو یو تونل کشف او له منځه وړل شوی
په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو تونل کشف او له منځه وړل شوی.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته وویل، دغه تونل چې د یوه نظامي مرکز په نښه کولو لپاره دېرش متره ایستل شوی و، تېره ورځ د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند د چمبرانو کلي ته څېرمه پولیسو د ملي امنیت کشفي راپور پر اساس له منځه وړی دی.
ارین وایي، د دې تونل د کشف سره سم یو کس هم نیول شوی چې څېړنې ترې روانې دي او ډېر ژر به عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.