کارپوهان په قزاقستان کې د تولید شوېو واکسینونو تطبیق سره مخالف دي
![کارپوهان په قزاقستان کې د تولید شوېو واکسینونو تطبیق سره مخالف دي](https://gdb.rferl.org/5516c738-f988-4a84-8514-57cf3eb5a751_tv_w800_h450.jpg)
یو شمېر کارپوهانو د کووېډ-۱۹ د هغو واکسینونو د ورکولو سره مخالفت کړی چې په قزاقستان کې تولید شوي دي.
دوی وايي، دې واکسینونو د ازمیښت معیاري پړاوونه نه دي تېر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د 'QAZVAC' واکسینو تر سل زرو دوزو زیات د قزاقستان روغتیايي مرکزونو ته ویشل شوي او دوه میلیونه ډوزه نور په لاره دي.
په ورته وخت کې د دې واکسینونو تولیدونکي شرکت وايي، 'QAZVAC' واکسین خوندي او ۹۶ سلنه مؤثر دي.
بشپړ ویډیويي راپور ددې لېنک په کېکاږلو سره وګورئ: