نړیوال بانک: اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو
نړیوال بانک وايي، په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
دا خبره د یاد بانک د جَنوبي اسیا د څانګې مرستیال هارتوېګ شېفر کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې کړې ده.
دی وايي: "نړیوال بانک له افغانستان سره کلک ولاړ دی په داسې وخت کې چې دا هېواد له ننګونو سره مخ دی. موږ باور لرو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري څو سوله ییزه راتلونکې ولري او په خپلو پښو ودریږي."
ښاغلي شېفر له کابله په خپل ټوېټر په ویډیويي پيغام کې زیاته کړې چې افغان چارواکو ته یې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
د نړیوال بانک دغه لوړپوړي چارواکي افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله کړې.