اروپايي پارلمان: پر بېلاروس دې اقتصادي بندیزونه سخت شي
![اروپايي پارلمان: پر بېلاروس دې اقتصادي بندیزونه سخت شي](https://gdb.rferl.org/ADF0B84E-FC25-4A3D-85FD-77CAAB061421_cx10_cy10_cw80_w800_h450.jpg)
اروپايي پارلمان د بېلاروس پر وړاندې د سختو اقتصادي بندیزونو او یو لړ نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د دغو اقداماتو غوښتنه د بېلاروس له خوا د اپوزیسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ د نیولو لپاره د راین اییر هوايي شرکت د یوې الوتکې د جبري کښېنولو په ځواب کې شوې ده.
بېلاروس د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت الوتکه د مېنسک پر هوايي ډګر ناستې ته مجبوره کړې وه.
د اروپايي پارلمان وکیلانو پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) په یوه غیر لازم الاجرا پرېکړه لیک کې وویل، اقتصادي بندیزونه باید د بېلاروس د تېلو دولتي کمپنۍ، کیمیاوي صنعت، د فولادو او لرګیو د پروسس صنعتونه په نښه کړي.
وکیلانو ویلي، د بېلاروس له دولتي بانکونو سره همکاري او مالي راکړه ورکړه، باید ودرول شي او په نړیوال بانکي سیسټم کې د بېلاروس د ځنډولو په باب دې هم غور وشي.