چارواکي: لغمان کې یو او د ننګرهار په سره رود کې ۷ طالبان وژل شوي
د لغمان امنیه قوماندانۍ د بدرالدین په نوم د طالبانو د یوه لوړ رتبه قوماندان د وژلو خبر ورکړ.
دغې قوماندانۍ نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل، د لغمان لپاره د طالبانو دغه پوځي مسوول له خپلو درېیو ملګريو سره تېره شپه له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او څو تنه نور یې ټپیان دي.
بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه دفتر نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه په کوز ککړ او بډا کڅ سیمو کې شوي چې په نتیجه کې یې ۳ نور وسله وال ټپیان شوي او یو مرکز یې تخریب شوی دی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې تېره شپه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز طالبانو حمله کړې او په نتیجه کې یې ۱۰ پوځیان وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو دغه ادعا نه ده منلې.