بلوچستان کې د یوه بس د چپه کېدو پېښې ۲۳ کسان وژلي
![بلوچستان کې د یوه بس د چپه کېدو پېښې ۲۳ کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/586f82d2-988f-4912-9e8f-77f7cbd86663_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
دغه بس نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) سهار د یوه صوفي له زیارته زیارت کوونکي د سند ایالت دادو ښار ته لېږدول چې په خضدار کې چپه شو او ګڼ نور کسان یې ټپیان کړل.
په خضدار کې د پولیسو یوه محلي چارواکي ویلي، ژغورونکو ټپیان نږدې روغتون ته لېږدولي دي.
تر دې مخکې د وژل شوېو شمېر د ۱۸ او ۱۹ ترمنځ ښوول شوی وو.
چارواکو ویلي، موټر چلوونکي د زیات سرعت له کبله د تاوېدو په وخت کې بې کنټروله شو او موټر ورڅخه چپه شو.