کندهار کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژل شوه
په کندهار ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د ذاکرې په نوم دغه پولیسه نن سهار د کندهار په بلوڅانو کلاچې سیمه کې وژل شوې ده.
ښاغلی بارکزی زیاتوي: "وسلهوالو ترهګرو زموږ یوه تکړه سرتېرې پولیسه چې په پنجوايي ولسوالۍ کې یې دنده مخته وړله، وویشتله او شهیده کړله."
تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نهدی منلی.
په کندهار کې یوازې په روژې میاشت کې د هدفي وژنو ۲۹ پېښې شوې دي.