د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندي مخکښ علي وزیر فرد جرم لګول شوی
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.