ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله ۳ وژل شوي
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د پخواني غړي لعل محمد دراني د ورور الماس او د هغه د تره زوی سبحان الله ترمنځ خپل منځي نښته رامنځته شوې چې په پایله کې د سبحان الله د کورنۍ ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.