123ru.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 10.07.2020

چارواکي: تهران کې چاودنه نه د شوې

Pa.azadiradio.com 

د تهران لویدیځ ته نن د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی خو چارواکو ویلي چې کومه چاودنه نه‌ده شوې. لومړی د چاودنې په اړه راپورونه د ایریب دولتي ټلویزیون او مهر خبري اژانس خپاره کړي و. ایریب راپور ورکړی و چې تهران ته نږدې په قدس ښارګوټی کې د برښنا پر چاوي راغلې وه او احتمالاً یوه چاودنه شوې. په راپور کې د چاودنې په اړه هېڅ جزئیات نه‌و ورکړل شوي. د قدس ولسوالې لیلا واثقي ویلي امنیتي چارواکو د چاودنې غږ نه‌دی تأیید کړی. تر دې څه باندې لس ورځې مخکې د تهران په سینا اطهر روغتون کې چاودنې شااوخوا شل تنه... Читать дальше...

ننګرهار کې نن د ملکي هوايي ډګر د رغولو چارې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې نن د ملکي هوايي ډګر د رغولو چارې پیل شوې. د افغانستان د هوايي چلند ادارې د ادارې لوی رئیس قاسم وافي زاده نن د دغه هوايي ډګر د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې دا هوايي ډګر په دوو کلونو کې د څلوېښتو میلیونو ډالرو په لګښت رغول کېږي. دغه ملکي هوايي چلند ته د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ کې دري نیم زره جریبه ځمکه بېله شوې ده. د ښاغلي وافي‌زاده په خبره په لومړي پړاو کې د ډګر احاطه او په دویم پړاو کې به‌یې رنوې او نور تاسیسات جوړ شي. د ننګرهار اوسیدونکو له کلونو... Читать дальше...



د بوسنیا د سرب پوځیانو په لاس د مسلمانانو له ډله‌ییزې وژنې ۲۵ کاله پوره شول

Pa.azadiradio.com 

د بوسنیا د سرب پوځیانو په لاس د څه باندې اته زره مسلمانانو له ډله‌ییزې وژنې پنځه ویشت کاله پوره شول. د جولای له ۱۱ تر ۲۲ پورې سرب پوځیانو په سربرنیڅه کې له اتو زرو زیات مسلمانان ووژل. دا له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو بده ډله‌ییزه وژنه ده چې د سربرنیڅې ډلوژنه یادیږي. دا ډلوژونه هغه وخت وشوه چې د بوسنیا سرب ځواکونو د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ د ملګرو ملتونو له خوا خوندي شوې ساحه سربرنیڅه چې لکونه کسانو پناه ور وړې وه ونیوله. د دې ډلوژنې لوی عامل جنرال ملادیچ د جرمونو نړیوالې محکمې... Читать дальше...



د ولسي جرګې ۲۰ تنه کسان په کرونا اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې حکومت ټینګار کوي چې د سرپرستۍ فرهنګ به ختموي او ډېر ژر به نوماند وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي، ویل کېږي چې د دغې جرګې نږدې شل غړې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا ټرانسپورت وزارت د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ټرانسپورت وزارت دغه هېواد ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي.ای.اې د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه. دا کار ځکه شوی چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي. د ډان پاکستاني ورځپاڼې د راپور په اساس دا موضوع پي.ای.اې ته په یوه مکتوب کې ابلاغ شوې چې یوه کاپی یې دې ورځاڼې ته هم رسیدلې. د ډان د راپور په اساس د پي.ای.اې ویاند عبدالله خان دا موضوع تأیید کړې او ویلی یې دي چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه یې یو ایمیل ترلاسه کړي. د امریکا د دې پرېکړې... Читать дальше...

ایټالیا کې د ورځې په ازاده فضا کې سرلوڅې سینما پرانیستل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایټالیا کې د ورځې په ازاده فضا کې سرلوڅې سینما پرانیستل شوي. هلته چې د کرونا ویروس په خاطر سینماګانې تړلي دي او په ټولنیز واټن جدي ټینګار دی خلک په خپلو موټرو کې یوه سرخلاصي ځای ته ورځي او هلته فلمونه په لوی لګیدلي سکرین باندې ګوري. الیسیو ټومي چې د فلم نندارې ته ورغلی وايي پخوا یې کله هم په ازاده فضا کې په دومره لوی سکرین فلم نه‌و کتلی. هغه زیاته کړه: "دا واقعا يوه نوې تجربه ده. موږ ځوانو خلکو کله هم داسې په موټر کې ناست په لوی سکرین فلم نه‌و کتلی. زه د سینما سخت شوقي وم او هره اوونۍ ورتلم."... Читать дальше...

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۳۴ زرو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې تېر څلورویشت ساعته ۲۸۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې سره په دې ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر له څلور دېرشو زرو اوښتی دی. دا معلومات د عامې روغتیا وزارت له‌خوا خپاره شوي. په دې ډله کې یواځې ۱۴ کسان په تېر یوه شپه او ورځ کې مړه شوي هم دي چې ورسره د مړو شویو خلکو شمېر ۹۷۱ ته رسیدلی. د هغو خلکو شمېر چې ښه شوي نږدې یوویشت زرو ته پورته شوی.

مايک پومپیو پر قاسم سلیماني د امریکا د حملې دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

مایک پومپیو وویل چې امریکا پر ایراني جنرال- قاسم سلیماني د حملې په اړه د نړیوال قانون پر اساس شفافیت ښودلی. ده په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته تشریح کړې چې دا حمله د امریکا له ځانه د دفاع د حق په نتيجه کې رامنځته شوه.

چارواکي: کونړ کې په ډرون بريد کې يو پاکستانى وسله‌وال وژل شوى

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي: تېره ورځ د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې په ډرون بريد کې يو پاکستانى وسله‌وال وژل شوى.  د کونړ والي وياند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادۍ راديو ته وويل: "تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړې سېمه کې بريد چې په کې د پاکستانۍ وسله‌والې ډلې لشکر طيبه يو وسله‌وال وژل شوى.  د شونکړې سېمه د ډيورنډ فرضې کرښې ته څېرمه پر تهده چې د دولتي مسؤلينو په وينا په کې د افغان دولت مخالفې وسله‌والې ډلې پرتې دي.

میراوس وايي د سکول له وخته یې ټوکې کولې

Mashaalradio.com 

د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.

ساري ناروغیو مشر: امریکا کې د کرونا ویروس د تلفاتو ورځنۍ شمېره تر ۱۰۰۰ اوړي

Pa.azadiradio.com 

امریکا په متحده ایالتونو کې د ساري ناروغیو او حساسیت د ملي انستیتیوټ مشر وایي، متحده ایالتونه له کرونا ویروس سره د مبارزې په یوه سخت پړاو کې دي چې اوس د دې ناروغۍ د تلفاتو ورځنۍ شمېره تر زرو اوړي. انتوني فوچي پرون وویل، تلفات وروسته تر دې زیات شوې دي چې په ډېرو ایالتونو کې بازارونه بېرته پرانیستل شول او په کورونو کې د پاتېدو بندیزونه سست شول. فوچي هغه کنفرانس ته چې د هېل خبرې څانګې چمتو کړی و څرګنده کړه چې امریکایان اوس له ډېر سخت حالت سره چې له ګواښه ډک دی، مخامخ دي. د امریکا له پنځوسو ایالتونو... Читать дальше...

'د امریکا د کانګرس ځینې غړي افغانستان ته د پوځي ځواکونو د استولو د دوام پلویان دي'

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د حکومت د نوي دریځ په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو نیویارک ټایمز لیکي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې ایا دا ډله به افغان حکومت ته د سپارل شوي نوي لیست په اساس خبرو ته چمتو وي کنه.

د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د یو لایحې د تمدید وړاندیز وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د هغې لایحې د تمدید وړاندیز وکړ چې هدف یې د مخالفو فعالانو او سیاستوالو غلي کول او دغه راز د هغو کسانو پټه خوله کول دي چې د روسیې له خاورې سره د کریمیا ټاپوزمې د غیرقانوني یوځای کولو موضوع راپورته کوي. د دې لایحې یوه لیکونکي، د روسیې په دولتي دوما کې د دولت جوړونې او قوانینو د کمېټې رئیس پاویل کراشینینیکوف وویل، دا لایحه به د سختدریځۍ پر ضد د اقداماتو قانون تعدیل کړي. د دې قانون پر اساس د روسیې د فدراسیون پر مځکنۍ بشپړتیا تېری سختدریځي ګڼل کېږي. په نورو تعدیلاتو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Диана Арбенина

Певица Диана Арбенина объяснила, почему уехала из России





Персональные новости
Желдорреммаш

На ЧЭРЗ приступили к реорганизации производственной площадки





پومپیو د روغتیا له سازمان څخه د امریکا د وتلو په باب د ټرمپ د پرېکړې دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو په باب د ټرمپ د حکومت د پرېکړې دفاع وکړه. ده وویل، د ملګرو ملتونو دا اداره د خپل اصلي ماموریت په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده. پامپیو پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، د روغتیا نړیوال سازمان وخت په وخت بیا بیا ښودلې چې له هغو نیمګړتیاوو زیانمن شوی چې د خپل ماموریت بشپړولو ته‌یې نه پرېږدي او دا د نړۍ لپاره یو خبرداری دی دی. د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ د جولای ۶ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خبر ورکړ... Читать дальше...

روغتيا سازمان: زموږ ځواب په اړه دې يو متخصص پلاوی بيا کتنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، موافقه یې کړې چې د کرونا ویروس په وړاندې د دې ادارې د ځواب ویلو په اړه دې یو متخصص پلاوی بیا کتنه وکړي. د دې ادارې رئیس تیدروس ادهانوم ګیبریسوس په دې اړه پرون پنجشنبه په یوه ویدیو کنفرانس کې وویل: "د روغتیا د نړیوال سازمان غړیو هېوادونو هم موافقه کړې چې دا اداره باید د 'کوویډ-۱۹' په وړاندې له خپل ځوابه د زده کړیو درسونو هر اړخیزه او خپلواکه ارزونه پیل کړي. دا د ځان په اړه د فکر کولو وخت دی څو نړۍ ته، چې په هغه کې ژوند کوو، وګورو او د انسانانو د ژوند ژغورلو او د دې اخیستونې... Читать дальше...

ترکیه کې د کرونا ویروس له کبله د کوچیانو مسابقې وځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې چارواکو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ د کوچیانو مسابقې یو کال وځنډولې. ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د سږ کال په مني کې د ترکیې په بورسا ښار کې وشي. په ترکیه کې د کوچیانیو لوبو د نړیوال فدراسیون رئیس بلال اردوغان پرون (پنجشنبه) وویل، دا پرېکړه د ترکیې د بهرنیو چارو، ځوانانو او سپورټ او همداراز د روغتیا وزارت په مشوره د دې لپاره وشوه چې د کرونا ویروس د پېښو مخه ونیول شي. د نړۍ د کوچیانو مسابقې لومړی پلا په ۲۰۱۴ م کال په قرغزستان کې پیل شوې. په کوچیانۍ مسابقو کې اس ځغاسته، څانګه، غشي ویشتل، خوا نیول او یو شمېر نورې لوبې شاملې دي.

سولې ولسي حرکت: ښکېلو خواوې دې د سولې واک درېيمګړو ته وسپاري

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت وايي، حکومت او طالبان دې درېيمګړو ته اجازه ورکړي چې یوه ګډه کمېټه جوړه او د سولې لپاره کار وکړي. دې حرکت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د سولې په ننګه د هم‌مهالو غونډو له جوړولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي. د دې حرکت یوه مخکښ غړي اقبال خیبر ازادي راډیو ته وویل چې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې واک درېيمګړو ته وسپاري. ښاغلی خيبر زياتوي: "تراوسه په نړۍ کې نه‌دي لیدل شوي چې دوه خواوې چې ۲۰ کاله‌یې له یو بل سره جګړه کړې... Читать дальше...

د تورغنډۍ ګمرک امنيتي مسؤل ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو پرون د تورغنډۍ ګمرک امنیتي مسؤل وواژه. په هرات ولایت کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل، نامعلومو وسله‌والو پرون ناوخته د هرات-تورغنډۍ پر لویه لار د تورغنډۍ ګمرک د امنیتي ټولي پر مسؤل میرویس حمله وکړه، هغه‌یې وواژه او د نوموړي درې ساتونکي یې وتښتول. د راپورونو له مخې، په وروستیو کې د هرات د لویو لارو په اوږدو کې ناامنۍ ډېرې شوې دي. له دې جلا پرون د بغلان ولایت د دوشي-خنجان په لویه لار کې د دې ولایت د انتخاباتو د کمېسیون پر رئيس نورالله پیغام برید وشو چې په نتیجه کې یې نوموړی ټپي شو.

بهرنيو چارو وزارت موندنې: ترکيه کې افغانان ډوب شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پرله‌پسې څېړنو وروسته ورته څرګنده شوه چې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې یو شمېر افغانان مړه شوي دي. د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې پېښه کې چې د روان سرطان په اوومه نېټه وشوه، له ۷۰ تر ۸۰ تنه مړه شوي دي. د ترکیې د وان ښار چارواکو په انقره کې د افغانستان سفارت ته ویلي، بېړۍ د سخت توپان له کبله ډوبه شوه او یوازې یې ماڼو ژوندی پاتې شو. په انقره کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې تر اوسه د ۱۳ تنو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Рыбакина, наряду со Свёнтек, имеет 70% побед на WTA-1000 против соперниц из топ-10


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию





Путин в России и мире
Москва

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

«С какой целью вы пришли почтить память? Он вам родственник?» В Москве осудили девушку, которая пришла возложить цветы в память о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Тариф – Концертный Тур. Организация концертного тура.



Москва

Песков: поездка Путина к «Крокусу» сразу после теракта была нецелесообразна

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net