خلیلزاد: طالبانو سره د سولې تړون لومړی پړاو بشپړ او دوهم ته داخل شوو
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د خپلو پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو په چارو کې د ځنډ له امله خواشيني څرګنده کړې ده.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د خپلو پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو په چارو کې د ځنډ له امله خواشيني څرګنده کړې ده.
د قضایي ادارې ویاند دغهراز وویل چې امریکا او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوي بل ایراني محمد موسوي مجید باندې تر اوسه دغه سزا نهده تطبیق شوې.
په افغانستان کی۶ښځې د والی مرستیالي کوي. په هرات کې دا چاره مونسه حسن زاده مخته وړي چې وايي له ستونزو سره مخ ده. ملالۍ بشیر او شاپور صابر پرې راپور لري
دغه کمپاین چې راتلونکې دوشنبه پیلېږي او درې ورځې به دوام کوي، په پام کې ده چې ترڅ کې یې شاوخوا اته لکه ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.
د افغانستان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بینالافغاني خبرو پیلېدل هم له خنډ سره مخامخ کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو سروبي ولسوالۍ په دې وروستیو ورځو کې د نا امنیو د پېښو د زیاتوالي شاهده ده.
افغان سوداګر د واهګې لارې پرانیستو ته خوشحاله دي. دوی هيله لري چې تجارت به له سياسته ليری ساتل کېږي او دا لار به د اوږد مهال لپاره خلاصه پاتې شي.
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خان څخه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.
ښاغلی نظري زیاتوي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جګړو کې ۱،۲۱۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱،۷۴۴ نور ټپیان دي.
پاکستان د افغان ټرانزیټ د مالونو لپاره د جولای پر ۱۵مه د واهګې لاری پرانېستلو اعلان کړی. له دې سره سم د انګور اډې لاره هم پرانېستل شوی خو په افغانستان او پاکستان کې سوداګر او عام ولس وايي چې باید په دغه لړ کې تخنیکي ستونزې لری کړل شي او دا اعلانونه په سمه توګه عملي شي. نن پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو دا اوونۍ د سوات د مېنګورې يو ځوان سندرغاړی اياز خان مېلمه وو. دی وايي، پر ځای د دې چې د خپلې کورنۍ کاروبار سنبال کړي، د سندرې زده کړو او د هغې ويلو ته يې مخه کړه. د ده په خبره، تل يې هڅه کړې چې د خپلو سندرو لپاره ښه شعر او موسيقي انتخاب کړي. د اياز خان دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
تازه هغهیې تېره ورځ (دوشنبه) د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو درېیم کنډک سرتېرو د ډرون په نوم یوه کمره راغورځولې.
په بلوچستان کې د رېسټورانونو مالکان وايي د جولای په ۱۴مه به د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي او غواړي حکومت پرې لګيدلي بندیزونه په بشپړ ډول ليري کړي.
دغه قول اردو د اتو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او د یو شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د طالبانو د څو موټرسایکلونو د نیول کېدو خبره کوي.
دغه وزارت وايي د یاد ستر امنیتي پلان تطبیق په ټول هېواد کې د جنايي جرمونو، نشهیي توکو قاچاق، ترهګریزو بریدونو او د خلکو د خوندي ساتلو لپاره پیل شوی دی.
هغه مهال د ولسي جرګې غړې حبیبې دانش خپل زوی بېګناه بللی او ویلي یې و چې زبیر دانش خپلې وسلې د ثبتولو لپاره کورنیو چارو وزارت ته وروړلې.
د دواړو هېواونو سرحدي ځواکونو تاووش کلي ته نژدې پوله کې پر یو بل د توپونو، هاوانونو او ټانکونو ډزې کړې وکړې.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان کې د طالبانود بريد د غندنې په ترڅ کې ويلي چې داسې حملې د منلو نه دي.
زلمي خلیلزاد لیکلي، له طالبانو سره د سولې د هوکړې له لاسلیک ۱۳۵ ورځې وروسته، د دې هوکړې د عملي کېدو مهم پړاو رارسېدلی دی.
واشنګټن له دې سره د اسیا د سویل ختیځو ساحلي هېوادونو خوا ونیوله او دا کار ښايي د چین او امریکا ترینګلې اړیکې لا پسې خرابې کړي.
د امریکا دغه تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او پرکوویډـ ۱۹ ناروغۍ د ډېرو کسانو د بستري کېدو شاهد و.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له خپل روسي سیال د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
که څه هم د فرانسې صدراعظم اعتراف کړی چې د کرونا وبا خپرېدو ته په پام دغه اقدام یو څه په ځنډ کېږي.
چین د دې سمندرګي په سلو کې نژدې نوي خپل ملکیت بولي خو اندونیزیا، فلیپین، ویتنام، مالیزیا، برونای او تایوان یې هم پر ځینو برخو د مالکیت ادعا لري.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو رسنیو ته ویلي چې دې وسلهوالو ته پر افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د حملو پر مهال مرګژوبله اوښتې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.