د افغانستان په بیلابېلو سیمو کې خلک په دوبي کې خپلو کلیو ته ځي. د غرونو او بېدیاوو په لمنو کې له عصري چاپېریال څخه لیرې ژوند خپلې ښېګڼې لري.
د ګلامېز شریفي په راپور کې په بامیان کې د دې ډول کلیوالي ژوند یوه څنډه انځور شوې ده.
عامې روغتیا وزارت وايي د دې نظر پوښتنې (سروې) لپاره په ټول هېواد کې له ۱۲ زره کسانو سره مرکې کېږي، له ۳۶۰ کلیو به په تصادفي ډول غوره شي.
د فاریاب مرکز میمنه کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، قاتل په نشو روږدی کس دی چې د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه هلکان شامل دي.
تر اوسه د پیښې انګېزه نهده معلومه.
په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې دولتي او خصوصي ښوونځي د زمري یا اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې همداسې بند پاته شي.
د پوهنې وزارت وايي، له دې نېټې وروسته د ښوونځیو پرانیسته په دې پورې تړلې چې د هېواد عمومي روغتیایي وضعیت څنګه ارزول کېږي.
عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د وضعیت په اړه یوه سروې پيل کړې چې پایلې بهیې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان شي.
پوهنې وزارت که څه هم زدهکوونکو ته د ټلوېزیون، راډیو او انلاین لارو د مجازي زدهکړو لړۍ مخته وړي، خو ډېر زدهکوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ترې بېبرخې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کرونا د مخنیوي له بېړنۍ ملي کمېټې نه د هېواد په کچه د لوبو اجازه ترلاسه کړه.
دغه اجازه وروسته له هغې ترلاسه شوه چې د کرکټ بورډ مشرتابه نن د یادې کمېټې له لوړپوړو مسؤلینو سره غونډه وکړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، د دې پرېکړې له مخې به نږدې راتلونکي کې د شپږیزې لیګ هم پيل شي.
ښاغلی هوتک وایي، دوی به د کورني کرکټ ټولې لوبې او تمرینات د هغو سپارښتنو په چوکاټ کې ترسره کوي چې روغتیا وزارت دوی ته کړي.
افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پيله ورزشي لوبې درېدلې وې.
د ملي امنیت یو کارکوونکی په پکتیا کې د ماین چاودنې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت د امنیت امر لطفالله کامران ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن غرمه مهال د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل-ګردېز په عمومي سړک د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله وشوه.
دا ماین هغه مهال وچاودېد چې د ملي امنیت ځواکونو هایلکس ډوله موټر له سیمې تېرېده.
دا په تېره یوه اوونۍ کې څلورمه چاودنه ده چې له ګردېزه کابل ته د غځېدلي واټ په اوږدو کې کېږي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
پنځه ویشت کاله مخکې، د بوسنیا سرب پوځ تر اتو زرو ډېر مسلمان بوسنیايي سړي او هلکان ووژل.
رمیزه ګوردیچ له هغو ښځو یوه ده چې له پنځه ویشتو کلونو دا لټوي چې د کورنۍ غړي یې څنګه ووژل شول.
دا په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو بده ډله يېزه وژنه وه
د بلوچستان حکومت ویلي دي چې په صوبه کي د کورونا وایرس د ناروغانو کچه مخ پرکمیدو روانه ده او د دې یوه لویه وجه پر ټولبند عمل کول دي.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې له پاکستان سره د دوو تړل شویو سوداګریزو لارو بیا پرانیستنه د سوداګرو له هرکلي سره مخ شوې.
د ډنډ پټان او انګور اډې لارې چې په پکتیا او پکتیکا کې له څو میاشتې راهیسې تړل شوې وې، پرون پرانیستل شوې.
په پکتیا کې د کانونو او صنعت خونې رئیس فضلالدین جلالزي ازادي راډیو ته وویل چې دا لارې به تر ټولو لومړی ټرانسپورتي لګښتونه راټیټ کړي.
ښاغلی جلالزی زیاتوي: "د دې لارې خلاصول صنعت او سوداګرۍ ته حیاتي مسئله ده، ځکه هغه مصارف چې د غلام خان بندر او تورخم له لارې راځي، هغه د... Читать дальше...
په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي، په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس به د ترکیې د حکومت هغه پرېکړه لغوه شي چې په ۱۹۳۴ م کال کې یې کړې وه. هماغه وخت د ترکیې حکومت پتېیلې وه چې دا پخوانۍ کلیسا دې موزیم وي.
د پاکستان وزيراعظم سلاکار ډاکټر حفيظ شيخ وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فايننشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) د ۲۷ نکاتو ايکشن پلان کې ۱۴ عملي کړی او پر ۱۳ کې پرمختګ روان دی.
دانش کړوخېل وروسته له هغې چې تېره میاشت د پژواک په نوم خبري اژانس پاکستان ته د مصنوعي تنفس د ۳۲ دستګاوو د قاچاق په اړه راپور خپور کړ، د دغو ګواښونو خبره کوي.
د مصالحې عالي شورا وایي، افغان حکومت او طالبان دې د سولې پروسې په ځانګړي ډول د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خڼدونه نه جوړوي.
د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي د تېرې شپې په جګړه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول چې وروسته د ده په خبره، د هوایي ځواکونو برید کې لس طالبان هم ووژل شول.
د ارزګان مرکز ترینکوټ کې وروستیو شپو ورځو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
نن شنبه د جولای یولسمه د بوسنیا هرزګوینا د سربرنیتڅا خونړۍ پیښې پنځه ویشتمه کلیزه ده.
د کرونا ویروس له ګواښ سره سره د دغې ورځې لمانځنه کېږي.
پنځه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ د بوسنیایي مسلمانانو اته زره نرینه او هلکان د سرب ځواکونو له خوا راټول او په ختیځه سیمه سربرنیتڅا کې ووژل شول.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا په اروپا کې تر ټولو لویه ډله ییزه وژنه بلل کېږي.
نړیوالو محکمو دا پېښه نسل وژنه یاده کړې، خو سربیایي او بوسنیایي چارواکو د دې کلمې له منلو ډډه کړې ده.
دا وژنه د بوسنیا د جګړې په وروستي کال شوې. Читать дальше...
د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي باید په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه وکړل شي، ځکه چې د دوی په خبره له دې سره وفاق کمزوری شوی.
د امریکا د سن فرانسیسکو یوې محکمې روسي تبعه یوګینی نیکولین د سایبري غلا او د ټولنیزو رسنیو د هک کولو په جرم محکوم کړ.
نوموړي دغه جرم اته کاله وړاندې ترسره کړی چې هغه مهال یې د امریکا لویې ټولنیزې رسنۍ لینکډن او ډراپ باکس هدف ګرځولې وې.
د مجرم پېژندل شوي کس مدافع وکیل ویلي، د استېناف غوښتنه کوي او دا پرېکړه " لویه بې عدالتي" بولي.
مدافع وکیل ویلي، د هغو معایناتو په پایله کې چې د قاضیانو په سپارښتنه شوي، معلومه شوې چې موکل یې رواني ستونزه لري.
محکمې پرون وویل، د نیکولین محکومیت به په رسمي ډول د سېپټېمبر په ۲۹مه نېټه اعلان کړي. Читать дальше...
د روسیې په ختیځ ښار خباروفسک کې لسګونه زره کسان د دوی د سیمه ییز والي د نیولو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي.
والي سرګي فورګل تورن دی چې ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې یې د څو سوداګرو د وژنې امر ورکړی د ځینو نورو د وژنې هڅه یې کړې ده.
د فورګل ملاتړي نن د لینن په مرکزي څلور لاره کې راټول شوي او دا شعارونه لېږدوي چې "زه سرګي فورګل یم" " فورګل خوشې کړئ" او " شرم پر مسکو".
د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.
پنځوس کلن فورګل وړمه ورځ د څېړنیزې کمېټې له خوا ونیول شو او د مسکو یوې محکمې یې د دوه میاشتني توقیف پرېکړه وکړه. Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ راجر سټون له زندانه راوګرځاوه او ویې ویل چې سټون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د پلمې قرباني و.
د بلوچستان پر هغو دوو لویو لارو هره میاشت په لسګونه خونړۍ ټرافیکي پېښې کېږي چې دا صوبه له خیبر پښتونخوا او پنجاب سره تړي.
د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۱۱مې په هېواد کې له کورونا وایرسه د مړیو شویو کسانو شمېر ۵۱۲۳ ته رسېدلی خو تر یو لک ۵۳ زره زیات کسان له دغه وایرسه رغېدلي هم دي.
طالبان وایي، نن یې په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشې کړل.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.
ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې پنځه سوه زندانیان ازاد شوي دي.
افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې څلور زره زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو تېره اوونۍ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکیان وژلي او ۴۵ نور یې ټپيان کړي دي.
دغې ادارې نن پر خپله ټویټرپانه ولیکل، افغان حکومت په وار وار له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، خو د دوی په ټکو طالبانو د بې ګنا خلکو وژنې ته دوام ورکړی.
طالبانو تراوسه د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، ملکیانو ته مرګ ژوبله د حکومت پلوه او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اوړي.
افغان ولسمشر د جولای میاشتې په شپږمه خبرداری ورکړ چې د... Читать дальше...
د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي.ای.اې) پخوانی مشر وایي، که طالبانو ته د روسیې له خوا د انعام ورکولو ادعا ثابته شي، امریکا به د روسیې په وړاندې جدي اقداماتو ته اړتیا پیدا کړي.
لیون پنیتا ویلي، دغو اقداماتو کې پر روسیې شدید بندیزونه شاملېدلی شي.
پنیتا چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزیر هم پاته شوی، پرون د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل، که روسیې د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې وي، له سرې کرښې تېرېدل دي.
پنیتا ویلي، له همدې کبله اړتیا ده چې روسیې ته ځواب ورکول شي چې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Хачанов объяснил, почему снялся с турнира ATP 500 в Барселоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии отечественного судостроения
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Денис Мацуев
Денис Мацуев представил музыкальный фестиваль в Ставрополе
Москва
Убийство байкера в Москве за замечание: что известно о задержанном
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net