راشد خان وايي چې اوسيې د زيات کرکټ له امله ژوند بوخت دی او کله چې افغانستان نړيوال جام او يا هم اسيا جام وګټي له هغه وروسته به د واده او کوژدې په اړه اقدام کوي.
دی اوس په خپله شخصي اکاډمۍ کې د نویو ځوانانو په روزلو بوخت دی.
د ازادۍ راډيو خبريال فريد الله سعادت ورسره دا مرکه کړې.
دوی وايي، د قرنطین په بهانهیې اسانه او لږ کار هم په دولتي ادارو کې په ورځو او اوونیو ځنډېږي.
ایراني چارواکي وايي، د توغندي د بطرۍ خرابي او د سرتېرو او پوځي افسرانو ترمنځ ناسم ارتباط د دې سبب شول چې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه وویشتل شي.
د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.
د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.
دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق... Читать дальше...
د دې بنسټونو مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د قرنطین په موده کې دوی ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام وکړي په لاریونونو به لاس پورې کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال وايي وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، له یوې نسبي کرارۍ وروسته بیا په دغه ښار کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.
له ننګرهار څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د روان سرطان په تېرو ۲۲ ورځو کې په جلالاباد ښار کې ۶ چاودنې شوي چې له کبلهیې نږدې ۴۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اکثره پېښې د مقناطیسي ماینونو او بمي چاودنو په نتیجه کې شوي.
د ننګرهار اوسېدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې د دولت د وسلهوالو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تدابیر زیات کړي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي دا... Читать дальше...
د هرات چارواکي وايي، د دغه ولایت له محبس څخه ۱۲ طالب بندیان خوشې شوي دي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي رادیو ته وویل، خوشې شویو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جنګ میدان ته نهځي او د سولې لپاره به کار کوي.
د هرات د والي ویاند په وینا تر اوسه پورې د هرات له محبسه ۷۵ طالب بندیان خوشې شوي دي.
تېره اوونۍ افغان چارواکو ویلي و چې ټولټال ۴،۰۱۹ طالب بندیانیې خوشې کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي، په دوو جلا هوايي بریدونو کې په ترینکوټ او کندهار کې لږترلږه ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د دې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال صادق عیسي ازادي راډیو ته وویل چې ۹ وسلهوال طالبان پرون ناوخته د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وروسته له دې په هوايي برید کې ووژل شول چې په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي عیسي په وینا ۷ تنه نور طالبان د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د روسیې د لېرې ختیځ په خبروفسک ښار کې سلګونو تنو د یوه سیمه ییز والي د نیول کېدو په اعتراض کې نن په دوهمه ورځ هم لاریون وکړ.
لاریون کوونکي د سیمې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې ته لاړل او په شعارونو کې یې د والي سرګي فورګال د خلاصون غوښتنه وکړه.
نوموړی، دوې ورځې وړاندې د قتل په یوه لس کاله پخوانۍ قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
دې ته په پام چې دا سیمه له مسکو څخه خورا لېرې ده او د کریملین سیاسي مخالفان رټل شوي، په دې ښار کې د کریملین ضد لاریونونه غیرمعمولي ښکاري.
په هغو ویډیوګانو کې،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا سوریې ته د بشري مرستو رسولو بهیر وغځاوه خو هغه یې له ترکیې د سوریې شمالي برخې ته چې د سوریې د رژیم یاغیان پرې کنټرول لري، په یوه دهلیز پورې محدود کړ.
زرڅانګه په دې خوشاله ده چې غږ یې اورېدل کېږي او لږه یا ډېره مرسته ورسره کېږي. هغه وايي، تل یې د خپل ولس خدمت کړی او ولس هم له هغې سره مینه کړېده.
ارګ وايي، هغه وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په حقیقي ډول سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.
په سمنګان کې د بادامو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی.
د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس محمد رحمان ارغنديوال نن ازادي راډیو ته وویل، اټکل دا دی چې کروندګر او بڼوال سږ کال پنځه زره متريک ټنه بادام راټول کړي.
د نوموړي په خبره تېر کال د سمنګان د بادامو حاصلات څه د پاسه درې زره متريک ټنو ته رسېدل.
د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس وایي چې په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو زياتوالی به د کروندګرو او بڼوالو له اقتصاد سره هم مرسته وکړي.
د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې تړل شوې ده.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دې امله سوداګرو ته په لکونو افغانۍ زیان رسېدلی.
نوموړي وویل، د دغې لارې د تړل کېدو له امله سلګونه باروړونکي موټر درول شوي او مېوې د خرابېدو په حال کې دي.
د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لار د پاکستان له لوري تړل شوې ده.
سوداګر وایي، یاده ستونزهیې له افغان حکومت سره شریکه کړې، خو تر اوسه حل شوې نهده.
ورځپاڼه لیکي، غني فکر کوي، کهیې د سولې پروسه د امریکا تر ټاکنو ورواړوله چې شااوخوا ۶ میاشتې ورته پاتې دي، کېدای شي په تاوان روان بهیر یې په ګټه شي.
شهدا فورم وايي، پلټونکې ډلې باید جزیات ښکاره کړي وای، ځکه هغوی کله هم دا غوښتنه نه وه کړې چې راپور دې په پټه سپریم کورټ ته وسپارل شي.
د هیل ورځپاڼه لیکي، په سنا کې ډیموکراتان وایي، دوی غواړي چې د هغه یاداشت کاپي وګوري چې استخباراتو ولسمشر ټرمپ ته سپارلی و او پکې ادعا شوې ده چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړې دي.
طالبانو ۱۶ دولتي سرتېري او یو ملکي وګړی په غور کې خوشې کړل.
د غور سیمهییز چارواکي وايي چې دا کسان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې اسیران وو او طالبانو پرون ماسپښین ازاد کړل او کورنیو تهیې وسپارل.
د غور مرستیال والي حبیبالله رادمنش وايي، هیلهمن دی چې د بندیانو تبادله او د حکومت او طالبانو لهخوا پر خپلو ژمنو عمل به په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
په غور کې دوه ورځې مخکې هم طالبانو نهه تنه دولتي سرتېري او دوه ملکي وګړي خوشې کړل.
په هغه موافقه کې چې امریکا او طالبانو په فبروري... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوه پوځي روغتون د کتنې پر مهال د اول وار لپاره پر مخ ماسک کارولی و.
ده په روغتون کې ټپي سرتېري او په کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د روغتیايي څارنې بهیر وکوت.
پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کېده چې په سپینه ماڼۍ کې له چارواکو سره د کتنې او په عامو ځایونو کې د راڅرګندېدو پر وخت ماسک نه کاروي.
خو ولسمشر ټرمپ پرون په مریلنډ کې له پوځي روغتونه د روانېدو پر مهال وویل، ده هېڅکله د ماسک کارونې مخالفت نه دی کړی.
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له... Читать дальше...
د فراه د دولتي ادارو اجیرو کارکوونکو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي اته زره صحي بستې او د زدهکوونکو لپاره د ښوونځي اووه زره بکسونه او نور وسایل وېشل کېږي.
د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون شنبه (د چنګاښ په ۲۱مه) د دې مرستو د وېش پر مهال وویل: "د دې موادو وېش د جمهوري ریاست له امر سره سم او د یونېسف له مرستو څخه د دولتي ادارو اجیرو کارکوونکو او بېوزلو کورنیو ته پیل شوی دی."
د مرستې په دې بستو کې صابون، دستمال او د ښوونځي وسایل شامل دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف چمتو کړي دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترکیې له یوې سرحدي دروازې څخه سوریې ته د مرستو رسول تصویب کړل.
دا پرېکړه د روسیې له هغه وړاندیز سره اړخ لګوي، چې څو ورځې مخکې د شورا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.
پرونۍ رایه اچونه، پر دې موضوع روانه اوونۍ پنځمه هغه ده او په داسې حال کې کېږي، چې د مرستو رسونې لپاره د صلاحیت مهلت یوه ورځ مخکې ختم شوی و.
له یوې سرحدي لارې د مرستو رسونو لپاره دغه پرېکړه لیک د جرمني او بلجیم له خوا وړاندې شوی و.
دغه لار به د ۱۲ نورو میاشتو لپاره پرانیستې وي.
د هندوستان د سینما پېژندل شوی ستوری امیتاب بچن په کرونا ویروس اخته شوی دی.
ښاغلي بچن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د کرونا ټېسټ یې مثبت و او روغتون ته لېږدول شوی دی.
امیتاب بچن چې ۷۷ کلن دی، په څه باندې ۲۰۰ فلمونو کې رول لوبولی او د هندوستان په سینما یا بالیووډ کې یې د فعالیت شا و خوا ۵۰ کلونه کېږي.
د هغه زوی ابیشېک بچن هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ده د کرونا ټېسټ هم مثبت ختلی دی.
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، هندوستان په نړۍ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو له اړخه په درېیم کتار کې دی. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې د کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون شنبې (د چنګاښ په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې کرکټ بورډ په روان کال کې د شپږیزې په ګډون په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ بورډ د خپل کلني پلان له مخې د هېواد په کچه په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري چې په هغو کې د شپږیزې کرکټ لیګ هم شامل دی چې د هغه لپاره له مخکې د تیاریو پروګرامونه او ناستې پیل شوې دي."
په افغانستان او نړۍ... Читать дальше...
د سپېس ایکس د امریکايي فضايي شرکت موسس اېلون ماسک، د پخواني شوروي اتحاد د نامتو عالم سیرګي کورولېف کورنۍ ته بلنه ورکړې چې په متحدایالاتو کې د ده د تاسیساتو لیدو ته ورشي.
اېلون ماسک پر ټویټر لیکلي چې د پخواني شوروي دا ساینسپوه، د خپل کاري چاپېریال له ډېرو غوره شخصیتونو څخه و.
هغه لیکلي دي چې د کورولېف له کورنۍ سره یې هم خبرې کړې دي.
کورولېف د شوروي اتحاد د فضايي پروګرام پلار ګڼل کېږي او فضا ته د لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ په استولو کې هم تر ډېره ده رول درلود.
د نوموړي لسمي اندرې کورولیف پرون د... Читать дальше...
په غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ملکيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده رسنیو ته وویل، پېښه پرون مازیګر د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې هغه مهال وشوه چې د ملګي وګړو د سپرلۍ موټر د وسلهوالو مخالفینو لهخوا پر ایښودل شوي ماین برابر شو.
هغه زیاته کړه: "د ملکي وګړو پر یوه فلاینګکوچ ډوله موټر د وسلهوالو مخالفینو له لوري د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین چاودېدلی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي او اته تنه نور... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле
Путин в России и мире
Москва
Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Хуснуллин заявил о всеобщей заинтересованности в строительстве ВСМ
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net