د پیرو په پلازمینې لیما کې ډاکټرانو یو سیستم جوړ کړی چې کولی شي څلویښت دقیقو کې معلومه کړي چې شخص په کرونا اخته دی کنه. که څه هم د پیرو د عامې روغتیا وزارت دې سیستم ته د تولید اجازه نه ده ورکړی خو ډاکټران وایي ددی دستګاه تشخیص دقیق دی.
په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو نن سې شنبه یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په دې اړه په یوه کنفرانس کې وویل، عبدالرحمن ۲۱ ورځې د تښتوونکو په قضه کې و او د شېخ مصري په سیمه ساتل کېده، د کورنۍ نه یې د خوشې... Читать дальше...
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې ۲ ځانمرګي بریدګر نیول شوي دي.
دغه ریاست نن رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان چې غوښتل یې په کابل کې پر روغتیایي مرکزونو او رسنیو حملې وکړي، د پېچلو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
د دغو مشکوکو کسانو نومونه لطف اله او احمدالله ښوول شوي، چې وايي د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر په وروستیو کې وویل چې هر کال د شخړو له امله په افغانستان کې تر لس زرو پورې ملکیان وژل کېږي یا ټپيان کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه وکړه، چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د هندوانو د یوه عبادتځای یا مندر جوړولو ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسون، مذهبي او سیاسي کړیو کې د دې پروژې په اړه مخالفتونه شته.
د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي: "هرڅوک د مذهب او عقیدې ازادي لري، هغه حق چې د پاکستان اساسي قانون یې تضمین ورکړی دی."
دغه سازمان ویلي، د هندوانو د مندر د رغونې مخنیوی یو ناوړه عمل دی، چې باید ژر تر ژر ترې ډډه وشي.
په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د... Читать дальше...
د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نن د ماینونو دوو چاودنو د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادۍ راډیو ته د دغو دوو پېښو په اړه وویل: "په یوه چاودنه کې چې د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکاڼي په سیمه کې د ملي اردو پر رېنجر شوې، یو کس پکې ټپي شوی، خو د دې ولسوالۍ د کلکین خولې په سیمه کې بیا د ملي اردو پر ګزمې د ماین چاودنې له امله دوه سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم او غږ نه خپرولو په شرط... Читать дальше...
د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وايي، د دوی له اړخه د پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست بشپړ شوی او ممکن تر سبا پورې حکومت ته تسلیم کړای شي.
فضل احمد معنوي نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د کرونا وبا او نورو بوختیاوو له کبله ونه توانېدل د خپلو پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست پر وخت برابر کړي.
هغه زیاتوي: "لېست بشپړ شوی دی، په پام کې وه یوه یا دوې ورځې مخکې شریک کړای شي، خو د ښکېلوو خواوو د بوختیاوو له کبله داسې ونه شول، احتمالاً نن سې شنبه یا سبا چهارشنبه به فهرست تسلیم کړای شي."... Читать дальше...
په ټول افغانستان کې تراوسه په کویډ۱۹ناروغۍ ۳۳۳۸۴ تنه اخته شوي او ۲۰۱۵۱ کسان ورنه رغېدلي.
په غزني کې د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو په زیاتېدو سره په دغه ولایت کې د ناامنیو اندېښنې مخ په زياتېدو دي.
د سولې ولسي حرکت وايي، غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د روانو ناامنیو پرخلاف ولسي غونډې او لاریونونه وکړي.
د دغه حرکت غړي وايي، که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې، چې له مخې یې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې ده، خو په افغانستان کې د ناامنیو لړۍ لا هم روانه ده.
د حرکت ویاند بسم اله وطندوست نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی دا غونډې او لاریونونه (نور جنګ د څه لپاره؟) په نوم پیلوي.
هغه زیاته کړه: "بیا هم بریدونه روان دي، تاوتریخوالی... Читать дальше...
د عراق یو مخکښ سیاسي شنونکی پرون په پلازمېنه بغداد کې له خپل کور دباندې وژل شوی دی.
نوموړي ته تر دې مخکې د هغو ملېشه وو له خوا اخطارونه ورکړل شوي وو، چې ایران یې ملاتړ کوي.
پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر ۴۷ کلن حشام الهاشمي تر ډزو وروسته له ساحې تښتېدلي دي.
حشام الهاشمي په عراق کې پر داعش یا اسلامي دولت ډلې، القاعده او نورو افراطي ډلو له پېژندل شویو منتقدانو ګڼل کېده.
دی وخت ناوخت پر ټلویزیونونو راڅرګندېده او دولتي چارواکو، خبریالانو او تحقیق کوونکو به وروسته د ده له تخصص څخه ګټه اخیستله. Читать дальше...
د دې وزارت د چارواکو له قوله، دا غونډه چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷» له غرمې وړاندې پیل شوه، پهکې د درېواړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو معینانو ګډون کړی و او له طالبانو وغوښتل شول چې هر څه ژر تاوتریخوالی راکم او بینالافغاني خبرې پیل کړي.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ تنه ووژل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر نن غرمه مهال د کوز کونړ د بازار په مرکزي چوک کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له املهیې ۴ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
د خوګیاڼي په خبره، برید په سیمه کې د سیمهییزو پولیسو د ټیم لیډر میر زمان په موټر شوی چې خپله د میر زمان په ګډون ۴ تنه پهکې وژل شوي دي.
د خوګیاڼي په خبره، په ټپیانو کې دوه تنه سیمهییز پولیس او پاتې یې ملکي وګړي دي.
د دې برید مسؤلیت چا نهدی منلی. Читать дальше...
د امریکا په متحد ایالتونو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي د برخې یوه چارواکي وویل، د کرونا ویروس وضعیت په حقیقت کې په دې هېواد کې ښه نه دی.
مېرمن دادرس وایي د ټولو ۳۴ ولایتونو د ټولنیزې برخې اوسني برحاله نارینه مرستیالان لرې او پر ځای بهیې ښځينه مرستیالانې ګمارل کېږي.
په پلازمېنه کابل کې نن د جولای پر اوومه نېټه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ستراتېژیک ډیالوګ په نوم غونډه کېږي.
د وزیرستان د نوم په اورېدو د سړي ذهن ته د بد امنۍ انځور مخې ته کېږي خو هلته د ښایستونو د نندارو هڅې هم روانې دي.
''په چمن او قلعه عبدالله کې بې له تجارته بل هېڅ کاروبار نسته، دلته نه زراعت سته، نه صنعت سته او نه هم معدنیات سته.''
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ځانګړې سرکاري ویب پاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ۲۶۹۱ وهلي او ۷۷ یې وژلي دي.
د بادغیس د غنمو د کروندو حاصل څه باندې ۱۲ سلنه زیاته شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې وزارت ارزونې ښیي چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او د دې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده.
په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پوروړي شرکتونو ته خبرداری ورکوي، که په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپل ټول پورونه پرې نهکړي، نو د وزارت لهخوا به څارنوالۍ ته معرفي شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري د دولت د پورونو راټولولو کمېسیون غړو سره په ناسته کې وویل چې افغان حکومت د کرونا وبا له امله په سختو شرایطو کې قرار لري او ضرورت دی چې له بشپړ شفافیت سره مشروع عواید راټول شي.
وزارت وایي، د کانونو او پټرولیم وزارت به د پورونو راټولولو... Читать дальше...
په دغه کنفرانس کې چې کوربهیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر و، د نورو سیمهییزو هېوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان، هندوستان، ایران، سعودي عربستان او قطر استازو هم برخه اخیستې وه.
افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې پرون د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس تر نو عنوان لاندې پای ته ورسېد.
د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل چارواکی انتوني فاوچي وايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله راغلی حالت په رښتیا ښه نهدی.
په داسې حال کې چې په امریکا کې د مثبتو پېښو او په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کېدو شمېرې په چټکۍ سره زیاتېږي، ښاغلي فاوچي پرون دوشنبه وویل چې امریکا د 'کووېد-۱۹' وبا په لومړۍ څپه کې تر زنګنو ډوبه شوې ده ځکه د نوموړي په وینا حکومت د اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو برعکس د دې وبا د کنټرول لپاره هېڅ جدي اقدام ونهکړ او اقتصادي کاروبار تهیې ډېر ژر د پیل اجازه ورکړه. Читать дальше...
متحده ایالات وايي چې که په راروان مني کې د نوي تعليمي کال زدهکړې بیا هم انلاین وي، نو د بهرنیو محصلانو ویزې به تمدید نهکړي.
دا خبرداری چې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې خپور کړی ښايي سلګونه زره بهرني محصلین زیانمن کړي.
دې ادارې په یوه بیان کې چې پرون د جولای په شپږمه نېټه خپور شو ویلي، د بهرنیو چارو وزارت به د هغو محصلانو ویزې تمدید نهکړي چې د نوي تعلیمي کال د درسي سمسترونو لپارهیې نوملیکنه کړې ده او همداراز د امریکا د ګمرکونو او سرحدي محافظت اړوندې ادارې به دې محصلانو ته اجازه ورنهکړي چې د متحده ایالاتو قلمرو ته ننوځي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»
Путин в России и мире
Москва
Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певец
Певца Николая Баскова заметили на публике с обручальным кольцом по цене квартиры в Москве
Москва
20 организаций были представлены на ярмарке вакансий в Люберцах
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net