د بغلان دوشي لپاره د طالبان پوځي مسؤل ووژل شو
د بغلان دوشي لپاره د طالبان پوځي مسؤل ملا ذاکر ګجر ووژل شو.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوې اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه راغلي چې ملا ذاکر ګجر له نورو پنځو وسلهوالو طالبانو سره یوځای پرون تر غرمې وروسته له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شو.
اعلامیه زیاتوي نښتې هغه وخت وشوې چې طالبانو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زور ابي سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په اعلامیه کې په دې نښته کې د افغان ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.