د هرات له محبس ۱۲ طالب بندیان خوشې شول
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي رادیو ته وویل، خوشې شویو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جنګ میدان ته نهځي او د سولې لپاره به کار کوي.
د هرات د والي ویاند په وینا تر اوسه پورې د هرات له محبسه ۷۵ طالب بندیان خوشې شوي دي.
تېره اوونۍ افغان چارواکو ویلي و چې ټولټال ۴،۰۱۹ طالب بندیانیې خوشې کړي دي.
