د جلالاباد اوسېدونکي: له یوې نسبي کرارۍ وروسته ناامنۍ زیاتې شوي
له ننګرهار څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د روان سرطان په تېرو ۲۲ ورځو کې په جلالاباد ښار کې ۶ چاودنې شوي چې له کبلهیې نږدې ۴۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اکثره پېښې د مقناطیسي ماینونو او بمي چاودنو په نتیجه کې شوي.
د ننګرهار اوسېدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې د دولت د وسلهوالو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تدابیر زیات کړي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې د دغه ښار او پلازمېنې کابل ترمنځ د پرتې سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې د پخوا په پرتلهیې په ولسوالۍ کې ناامني زیاته شوې ده.
