تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل
د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.
د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.
دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډو لور ته توغندي وویشتل.
ایران په پیل کې د اوکراینۍ الوتکې له ویشتلو انکار کاوه.
