کروېشیا کې له کرونا وبا سره سره پارلماني ټاکنې کېږي
د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي.
لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي.
د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري.
بلخوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي.
دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي.
ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ خپلې کړي، که نه د ائتلافي حکومت د تشکیل انتخاب به په مخکې وي.
ننني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کروېشیا اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخت زیانمن شوی دی.