'د زده کوونکیو اتحاديې د غېر جمهوري قوتونو لپاره خطر دي'
دې زده کونکيو او د خپرونې نورو ګډونوالو وويل چې زياتره زده کونکي د تعليمي نصاب او نورو قدغنونو له کبله غېرسياسي شوي او اند چې د خپلو حقونو لپاره هم نه راوځي نو همدغه وجه ده چې زياتره زده کونکو په يووالي مارچ کې برخه وانخسته.
دوی وايي له ځينو زده کونکو سره د جنسي ځورونو ،زياتو تعليمي فيسونو او نورو ستونزو مخه به هله نيول کیږي چې له يونينو بنديز لری کړل شي.
دوی دا تور هم ولګاو چې د شاو خوا څلويښتو کلونو راهيسې پر اتحادیو (يونينونو) له دې کبله بنديز برقرار دی چې تکړه او باصلاحيته سياستوالان پیدا نشي. د دوی په خبره ځکه چې دغه سياستوالان بيا د غير جمهوري قوتونو او مورثي سياست لپاره خطر جوړېدای شي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
