مفتي کفایت الله له خپلو دوو زامنو سره د ناڅرګندو کسانو په برید کې ژوبل
د جميعت علمای اسلام ف يو مخکښ مفتي کفایت الله له خپلو دوو زامنو سره یوځای د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ژوبل شوی دی. د مانسهرې پوليسو وياند سهيل قرېشي ترمخه نامعلومو بریدګرو بېګا شپه ناوخته د مفتي کفایت الله موټر درولی دی او له هغه پس یې پرې د اوسپنې سیخونو ګوزارونه کړي دي.
د مفتي کفایت الله ورور په مانسهره کې رسنيو ته ویلي دی چې دا حمله هغو خلکو ورباندې کړې، د چا پرضد چې به مفتي کفایت الله په ښکاره ډول خبرې کولې.
نور تفصيل له اسلام اباده احمد الله راکوي.
