چک جمهوريت سر له راتلونکي کاله د بګرام پوځي اډې د امنيت ټينګول بندوي
د چک خبري اژانس په حواله، د دغه هېواد دفاع وزير لُبومير مينتار پرون ويلي دا کار په افغانستان کې د چک د ماموريت د پاى ته رسېدو له شرايطو سره سم کېږي.
په ٢٠٢٠ م کال، په افغانستان کې د چک جمهوريت د ماموريت له ختمېدو سره به دغه هېواد د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پر روزنه تمرکز کوي.
په ٢٠٢٠م کال کې به افغانستان ته د طبي پوځي ټيم تر استولو وروسته افغان پوځيانو ته طبي مرستې برابروي.
دا مهال په افغانستان کې د چکي سرتېرو شمېر ٢٥٠ ته رسېږي، چې ١٧٠ تنه يې د بګرام پوځي اډې د ګزمې تر څنګ دفاعي مسووليتونه لري.
د چک جمهوريت سرتېري له شپږو کلونو راهيسې د بګرام پوځي اډې په ساتنه کې همکاري کوي.
