کلاوس يوهانيس د رومانيا ولسمشرۍ په دويم ځلي ټاکنو کې مخکښ ګڼل شوى
دغه پخوانى ښوونکى د کيڼ اړخې کانديدې يوواريکا دانڅيلا په وړاندې بريا خپلوي چې تر تېرې مياشتې د دغه هېواد صدراعظمه وه.
د اداري فساد او نورو ستونزو له کبله اعتراضونه د دې سبب شول، چې د ٥٥ کلنې صدراعظمې دانڅيلا حکومت ړنګ شي.
د ٦٠ کلن کلاوس يوهانيس دويمه دوره به د کيڼ اړخو تر څو کلنې واکمنۍ وروسته بېرته رومانيا پر اروپاپلوه مسير برابر کړي.
د کيڼ اړخو واکمني له پراخ اداري فساد او پر قضايي سيسټم له يواړخيزو حملو سره مله وه.
