دايکندي کې ٢٥ وسله وال طالبان او ٨ سرتيري وژل شوي
د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني نن ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوالو نن سهار په کجران ولسوالۍ کې پر څو پوستو حمله وکړه.
د هغې په خبره وروسته نښته شوې، چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي.
د والي ويانده وايي، ٤ نور سرتېري ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
