سهېل له انګرېز لوبغاړي سره د سوک وهنې سیالي کوي
ويل کېږي چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي.
سهېل احمد چې د بوکسنګ يا سوکوهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی.
نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. هغه تېر ځل افغانستان ته هم راغلی و او د خپلې مسابقې لپاره يې په افغانستان کې تمرينات ترسره کړل.
نوموړي د سوکوهنې يا باکسنګ په ۱۴ رسمي نړيوالو سياليو کې ګډون کړی دی چې په دغه سياليو کې يې په ۱۳ هغو کې بريا خپله کړې او يوازې ۱ سيالۍ کې يې ماته خوړلې ده.
