د عراق په لاریونونو کې ۴ کسان وژل شوي
په دې سره د اکټوبر له لومړۍ د حکومت ضد لاریونونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۴۰ ته رسېدلی دی.
د بغداد په مرکزي سیمه کې امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي او اوښکی بهوونکی ګاز یې پرې کارولی دی.
په عراق کې لومړی خلک د فساد، بېکاریو او ناڅیزو عامه خدماتو په غبرګون را پاڅېدلي و او اوس د ټول حکومت د لرې کولو غوښتونکي دي.
