سربیا د روسي جاسوسانو له فعالیتونو پرده پورته کړه
الکساندر ووجیچ پرون (نومبر ۲۱مه) د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه څرګندونې وکړې.
دا غونډه پر یوټیوب د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته راوبلل شوه چې په پلازمېنه بلګراد کې د روسیې د سفارت پوځي اتشه یوه سړي ته د پیسو د ورکولو په حال کې ښيي.
ولسمشر ووجیچ وویل، هغه سړی چې پیسې اخلي د سربیا د پوځ متقاعد افسر و، خو ده یې نوم یوازې "ز.ک" یاد کړ.
د هغه په خبره، دې کسانو په ډسمبر میاشت کې سره کتلي و. هغه ونه ویل چې دا ویډیو چا جوړه کړې ده خو دومره یې وویل چې سربي اجنټانو اخیستې.
ولسمشر ووجیچ زیاته کړه چې مشکوک روسی جاسوس له درېیو نورو کسانو سره هم لس ځلې تماسونه نیولي او هغو ته یې درې ځلې پیسې هم ورکړي.
هغه زیاته کړه چې پر دې سربیره د روسیې د استخباراتي ادارو د هغو غړو فعالیتونه هم مستند شوي چې د سربیا له نهو پوځیانو سره تماسونه لري.
ولسمشر ووجیچ دا ادعا هم وکړه چې د ځینو لویدیځو هېوادونو پوځي استازي هم په سربیا کې د جاسوسۍ فعالیتونه کوي.
