Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

خوست انځوریزامېل: د سړکونو او لښتیو رغونه، بمي چاودنه او د غلو نیونه

0
د خوست ښار د سړکونو او لختیو د رغولو کارونه پیل شول

نجیب الله الوخېل

د چارشنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ لخوا د ښار د یو شمېر سړکونو او لښتیو د اساسي جوړولو پر څلورو پروژو کارونه پیل شول.

چارواکي وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د ښار هغه سړکونه او لښتي جوړ شي، چې نورو يې اړتیا يې ډېره ده.

بل لوري ته خوست ښاریان وايي، په ښار کې د بیارغونې د پروژو اړتیا ډېره ده، خوحکومت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي مشال راډیو ته وویل، ښاریانو په پرلپسې توګه د ښار د سړکونو او لښتیو د اساسي رغونې غوښتنه درلوده.

دی وايي، درې پروژې يې اوس پرانیستې او دوه مهمې پروژې مخکې په ښار کې روانې دي، چې په نویو پروژو کې د سبزیو د منډيي په خوا کې د یو څلور لاري د جوړولو په ګډوند ښار ځیني سړکونه او لختي به په اساسي توګه ورغول شي.

خوست ښاروال له ښاریانو هم وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو او حتی رغنیزو چارو کې دوی سره مرستې وکړي.

په خوست ښار کې په نویو پیل شویو پروژو کې د ۴۰۱۷ مترو په اوږدوالي د سړکونو یوې بلې خوا ته د لښتیو جوړول، د ښار د سبزۍ منډيي په لوري د غځیدلو سړکونو او هلته د یو څلور لاري جوړول شامل دي، چې پدې برخه څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت کیږي او کارونه به يې د ۶ میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.

د چارواکو د غوښتنو په غبرګون کې د ښار کاروباریان وايي، چې دوی حکومت سره همکاره دي، خو د ښار ابادۍ ته د حکومت هغومره توجه نشته چې اړتیا يې ده.

د ښار یو دوکاندار عبدالطیف منګل وویل، پدې ځای کې د یوې وړې پروژې په پلي کیدو میاشتې-میاشتې تیریږي چې خلک يې تر ګټې ستونزې ډېرې ګالي.

دی وايي، ښاروالي دې د ښار پروژې په یو وار څو شرکتونو ته ورکوي او د ورځې پر ځای دې شپې ورباندې کار کوي.

خوست والي محمدحلیم فدايي هم د خلکو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او له ښاروالۍ غواړي چې په پروژو دې تر ډېره د شپې لخوا کار کوي.

ښاغلي فدايي هم ټېنګار وکړ، تر څو چې د ښار په ټولو مسایلو کې ښاریان همکار نشي، د یو ښه ښار هیلې ته نشي رسیدلی.

د ښاري شورا یو غړی انجینر بریال دا ډول پروژې ګټورې بولي او وايي، پدې سره کرار-کرار په ښار کې شته ستونزې هواریږي.

د خوست په ښار کې پر ځینو رغنیزو پروژو داسې مهال کارونه پیلیږي، چې د دې ښار ډیری سړکونه، لښتي او جادې خراب دي او اساسي رغولو ته اړتیا لري.

دا مهال د چارواکو په وینا د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې د نږدې ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېر پروژو کار روان دی، چې ځينې يې بشپړیدو ته نږدې شوې دي.
په خوست ښار کې چاودنې د ټرافیکو یو افسر وژلی او درې نور يې ټپیان کړي


نن د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ټرافیک افسر وژل شوی او دوه  ټرافیک افسران او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.


د خوست د امنیه قومدانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چې وژل شوی ټرافیک غني شاه نومیږي، چې د ګاډو د لیسنس مدیر وو.


ده وویل، پدې پيښه کې دوه نور ټرافیک او یو ملکی وګړي ټپیان شوي دي.


د امنیه قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې ماین د ښار په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.


بلخوا د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا د ټپیانو شمېر څلور تنه ښيي.


د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، د پيښې له ځایه د یو وژل شوي ټرافیک مړی، همدارنګه څلور ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي، چې درې يې ترافیک او یو ملکي وګړی دی.


تر اوسه د پيښې مسوولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

خوست: د سیم کارتونو څخه د غلا یوه دستګاه او په تور يې ۵ تنه ونیول شول


نن د چارشنبې ورځې ماسپښین خوست کې د ملي امنیت منسوبینو د مخابراتي شبکو د مشتریانو له سیم کارتونو څخه د پيسو د غلا کولو یوه پټه نصب شوې دستګاه چې د یادې ادارې په وینا خلکو ته يې مالي زیانونه اړول ونیوله.


چارواکي وایي، په ښار کې د دې پټې دستګاه د نصب او فعالیت په تور پنځه کسان هم نیول شوي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې او تحقیقات پیل شوي دي.


د خوست د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، د نیول شوې دستګاه تر خوا ۷ سیم بکسې، یو ډي لینک، درې وای فای الې، څلور پايې لب ټاپ کمپیوټرونه او د بیلابیلو مخابراتي شبکو خواوشا ۹ زره غیر ثبت شوي سیم کارتونه او د دې دستګاوو نور اړوند ټول وسایل او لوازم  نیول شوي دي.


د سرچینې د مالوماتو له مخې دې کسانو به په پټه لدې وسایلو څخه په استفادې د مخابراتي شبکو د مشتریانو له سیم کارتونو پیسې پټولې او پدې توګه يې خلکو ته مالي زیانونه اړول.


د تحقیقاتو په جریان کې به دا هم روښانه شي، چې نیول شویو کسانو خو د خلکو شخصي مالوماتو او مکالمې ته لاسرسۍ نه لاره.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net