په خوست کې وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران له افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه کوي، چې دوی سره د خوراکي شیانو او د ژمي لپاره د سونګ توکو مرستې وکړي.
دوی وايي، وزیرستاني کډوال کاروبار نه لري او نشي کولی د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي راونیسي.
