کلیفورنیا کې د ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو ووژل شول
چارواکي وايي، دا پېښه پرون په سانتا کلاریتا ښارګوټي کې د درسي ساعت له پیلېدو څو دقیقې مخکې رامنځته شوه.
په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک چې په دې ډزو کې ټپي شوي وو، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. دوه نجونې چې یوه یې ۱۵ کلنه او بله ۱۴ کلنه ده او یو ۱۶ کلن هلک په ډزو کې ټپیان شوي دي.
