اندرابي: داعش ډلې افغانستان کې ماته خوړلې ده
د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند یو زندان او یو کلینیک د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ویجاړ شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د عملیاتو پرمهال په زندان او کلینیک کې څوک نه و، نو ځکه څوک نیول شوي یا ازاد شوي نه دي، خو مخکې هغه کسان چې دوی نیول یا به یې ځورول له همدې زندانه به یې کار اخیست."
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیات له دوو اونیو راهیسې روان دي.
